طالبان له ټول ځواک سره په غزني کې برمې ته د لوېدلي ماشوم په ژغورلو کې پاتې راغلل

AP ۱۴۰۳ تله ۹

طالبان په خپلو ټولو امکاناتو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د عبيدالله په نوم برمې ته د لوېدلي ماشوم په ژغورلو کې پاتې راغلل.

د ژغورنې په دې عملياتو کې د یوه طالب په ګډون درې نور کسان هم مړه شوي دي.

د غزنې ولایت له ده یک ولسوالۍ څخه سرچينو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د عبیدالله په نوم برمې ته لويدلی ماشوم له څلورو شپو وروسته د برمې پای ته رسېدلی او په اوبو کې مړ شوی دی.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو د برمې څنګ ته یو لغم اېستلی تر څو ماشوم وژغوري، چې د ګاز نيونې کبله ژغورونکې ډله مړه شوې ده.

یوه بله سرچینه بیا وايي، چې په لغم کې د ژغورونکې ډلې د اکسیجن بالون چاودنه کړې، چې په کې يو طالب او دوه ملکي کسان مړه شوي دي.

ویل کېږي، چې ماشوم ۳۰ متره برمې ته لويدلی و.

له تېرې پنجشنبې راهیسې د طالبانو د دفاع وزارت او له کندهار څخه دوو جلا جلا ډلو د ماشوم د ژغورنې لپاره هڅې کولې، چې مثبته پايله يې ور نه کړه.

د یادولو ده، چې غزني په ده یک ولسوالۍ کې ډېر شمېر برمې اېستل شوي دي او د دې ولسوالۍ ځمکه هم نم ناکه ده.

نور خبرونه

رادیو