روسي رسنۍ: طالبانو د لوېدیز د بندیزونو اغیز کمولو لپاره روسیې ته مخه کړې ده

۳ ساعتونه مخکې

د روسیې د خبري اژانسونو د راپور له مخې، طالبانو د دغه هېواد د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره په کتنه کې ویلي چې دغه ډله د لویدیز د بندیزونو کمولو لپاره د مسکو مرستې ته اړتیا لري.

د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او د طالب مشرانو پر سفرونو بندیزونو پر دې ډله فشار ډېر کړی.

سرګي شویګو د دوشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د دې ډلې د رییس الوزرا مرستیالانو، د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په ګډون یې له لوړپوړو طالب چارواکو سره خبرې وکړې.

شویګو د طالبانو مشرانو ته دا هم ویلي چې مسکو غواړي په افغانستان کې د تلپاتې سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.

د روسیې د خبري اژانسونو د رپوټونو پر بنسټ، شویګو طالبانو ته ویلي، "راځئ چې د خپلو هېوادونو ترمنځ د رغنده سیاسي خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی تایید کړم، په دې کې به یوه موخه د افغانانو تر منځ د پخلاینې بهیر رامنځته کول وي."

د روسیې د امنیت شورا منشي شویګو ویلي، چې امریکا باید د افغانستان په بیارغونه کې خپل څو کلن حضور ته په پام سره د رهبرۍ رول ولوبوي.

شویګو وویل، «متحده ایالات، چې له شل کلنې مداخلې وروسته یې په بیړني ډول له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې خپل پوځیان ایستلي، باید د دغه هېواد په بیارغونه کې د مرستې مسوولیت پر غاړه واخلي».

د روسیې د امنیت شورا منشي امریکا د افغانستان د شتمنیو په غلا تورنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "موږ دلته د شتمنیو د بیرته راستنولو په اړه خبرې کوو، هغه څه چې په افغانانو پورې اړه لري او داسې ښکاري چې بېرته نه ورکول کیږي، لکه د لیبیا او سوریې په څیر د ډیرو هیوادونو (شتمنۍ)."

دغه لوړپوړي روسي چارواکي ویلي، چې امریکا باید د افغانستان په بیارغونه کې د پانګونې اصلي لوری وي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر شویګو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د لویدیز د بندیزونو د کمولو لپاره د مسکو مرستې ته اړتیا لري.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، عبدالغني برادر ویلي، « موږ هڅه کړې چې د افغاني توکو د صادراتو او بهرنۍ پانګونې د ودې لپاره شرایط برابر کړو».

دغه طالب چارواکي ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا او لویدیز د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو او د دې ډلې پر مشرانو د سفري بندیزونو له لارې پر طالبانو فشارونه زیات کړي دي.

په افغانستان کې د روسیې د حضور میراث

په اتيايمه لسيزه کې په افغانستان کې د سور پوځ د شتون په ۹ کلنه موده کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ زره شوروي سرتيري ووژل شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت اعلان وکړ، چې د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د ایستلو پرېکړه شوې، خو قانوني کړنلارې باید په پام کې ونیول شي.

شویګو کابل ته په خپل سفر کې د کانونو د استخراج په برخه کې همکاري د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د روښانه بېلګې په توګه یاده کړه.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د طالبانو چارواکو ته ویلي چې روسیه غواړي په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو په پروژه کې برخه واخلي.

نور خبرونه

رادیو