د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې په کابل کې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو، یوناما او سره صلیب څخه غوښتي چې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني د خلاصون لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
دغې کمېټې د طالبانو وروستي نیول د ټولنې د ځپلو نښه بولي.
د پنجشنبې په ورځ د طالبانو استخباراتو د کابل په سرای شمالي کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ونیوو.
د افغانستان د بشري حقونو مدافع کمېټې د سرچینو په حواله لیکلي دي، چې ښاغلی کوهستاني د طالبانو د استخباراتو په یوه مرکز کې شکنجه شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو د کمېټې له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي: "د طالبانو کړنلاره دا ده چې د ویرې او ترور فضا رامنځ ته کړي، د بیان ازادي محدوده کړي، د معلوماتو انحصار وکړي، او د ټولنې ټولنیز او حتی فزیکي پوهه تر پښو لاندې کړي."
دغې کمېمټې له طالبانو غوښتيو چې د مدني او سیاسي ازادیو د حقونو د ساتنې په برخه کې د افغانستان د نړیوالې ژمنې مراعات کړي او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم کړکېچن نه کړي.
جاوید کوهستاني کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې په تلویزیوني مناظرو کې د سیاسي او پوځي مسایلو په اړه بحثونه کول، هغه یو له هغو څو سیاسي فعالانو څخه دی چې د زمري له ۱۴۰۰ څخه وروسته هم افغانستان کې پاتې دی.
طالبانو تر اوسه د ښاغلي کوهستاني د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.