په پنجشېر کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ تاییدوي، چې د دې ولایت د مرکز بازارک اړوند په پارنده سيمه کې د «بي بي امنې» نجونو لېسې ودانۍ سوځول شوې ده.
د طالبانو د قوماندانۍ ویاند عبيدالله عقاب وایي، چې په دې تړاو یې د ښوونځي د ساتونکي په ګډون درې کسان نيولي دي.
په ښوونځي کې يو شمېر ټولګي او تدريسي توکي هم سوځول شوي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند عبيدالله عقاب تر پېښې وروسته رسنيو ته په لېږلې ويډيو کې وایي، چې اور وژونکې ډله پر وخت سيمې ته رسېدلې او اور يې پر وخت مهار کړی دی.
طالب ویاند د نیولو شویو کسانو اړوند وایي: «لېسې د چوکیدار په ګډون درې کسان نيول شوي، دوی استادانو په لارښونه غوښتل د غومبسو ځالې ته اور واچوي، چې اورلګيدنه یې تر واک وتلې.»
طالبان وایي، چې د پېښې د ښه معلومولو لپاره لا څېړنې رواني دي.
پر طالبانو نيوکه کېږي، چې په دې ډول پېښو د کورنیو او په خاص ډول د نجونو په زړونو کې وېره پېدا کوي تر څو د ښوونځيو څخه له تګ منعه شي.
د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته او د لوړو زده کړو څخه د نجونو بنديزونه د افغانانو ترڅنګ، نړۍوالو بنسټونو، هېوادونو او بېلابېلو اسلامي هېوادونو غندلي او پر طالبانو يې غږ کړی، چې پر نجونو د زده کړو محدودیتونه لرې کړي.