طالبان: تېره ورځ له پاکستان او ایرانه نږدې ۲۰۰ کورنۍ راستنې کړلې شوې دي

AP ۱۴۰۳ تله ۸

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۱۹۵ کورنۍ راستنې شوې دي.

دا لا نه ده څرګنده چې د افغان کډوالو دغه کورنۍ په زور او که په خپله خوښه راستنې شوې.

دغه اژانس د یکشنبې په ورځ د (تلې اتمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تیره ورځ ۲۴ کورنۍ د ننګرهار ولایت تورخم، ۱۷ کورنۍ د کندهار سپین بولدک، ۴۶ کورنۍ د نیمروز ولایت ورېښمو پله او ۱۰۸ کورنۍ د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې.

له ایران او پاکستان دواړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو ۱۹۵ کورنۍ راستنې کړلې شوې.

باختر اژانس لیکلي، چې د له طالبانو له لوري د مرستو تر څنګ یو شمېر کډوالې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس په خبر کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه او که د یادو هېودونو له لوري په زور افغانسان ته ستنې کړلې شوې دي.

خوپه دې ورستیو کې ایران او پاکستانپه زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې په ایران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د افغانانو پر کار کولو، زده‌کړو او هلته اوسېدو باندې دغه هېواد سخت بندیزونه لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو