طالبانو دوه خبريالان په لس کاله بند محکوم کړل

AP ۱۴۰۳ تله ۸

یو شمېر معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محمد عارف هجران او احمد کامران په نومونو دوه خبریالان په لس کاله بند محکوم کړي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغو خبریالانو د اوږد مهاله بند سزا غندلې ده.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د محمد عارف هجران او احمد کامران د ژر تر ژره خلاصون لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

د خبریالانو د خوندیتوب سازمان د یکشنبې په ورځ د تلې په ۸ مه وویل چې په افغانستان کې د بیان ازادي اوس له جدي ګواښ سره مخ ده او دا ډول اقدامات یوازې د خبریالانو او د رسنیو د فعالانو لپاره د وېرې او ناامنۍ فضا لاپسې محدودوي.

تر دې مخکې د دغو خبریالانو څخه یې د یوه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو پوځي محکمې محمد عارف هجران او احمد کامران په لس کاله بند محکوم کړي دي.

طالبانو دغه دوه خبريالان د جنګاښ په ١٦مه د کابل په خيرخانې کې ونيول او د وږي په ٢٧مه يې هر يو په لس کاله بند محکوم کړل.

دغو خبريالانو ته د نږدې سرچينو په وينا؛ طالبانو عارف هجران او همکار يې د کابل په خيرخانې کې د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو په تور نيولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

عارف هجران له یو کال راهیسې د پیام خبري اژانس د خبریال په توګه دنده ترسره کوي او تر دې وړاندې یې په پیام مجاهد، پنجره او مانده ګار ورځپاڼو او یو شمېر نورو رسنیو کې هم کار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو