احمدشاه حبیبي له واشنګټنه وغوښتل، چې د هغه د بندي ورور برخلیک دې جوت کړي

AP ۱۴۰۳ تله ۶

د امریکايي- افغان وګړي محمودشاه حبیبي ورور وايي، چې د هغه ورور د طالبانو سره بندي دی او د امریکا د څارګرې ادارې یا سي ای اې د یو پخواني مامور د څرګندونو خلاف هغه القاعده ډلې ته نه دی سپارل شوی.

احمد شاه حبیبي د بایډن له حکومته وغوښتل، چې د محمود شاه حبیبي د بندي کولو او ساتلو ځای ځایګی دې مالوم کړي.
تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي اطلاعاتو ادارې یوې پخوانۍ کارکوونکې سارا ادامز ویلي و، طالبانو محمود شاه حبیبي القاعده ډلې ته سپارلی دی.
مېرمن ادامز خبرداری ورکړی و، چې «حبیبي به ډېر ژر اعدام شي.»
محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د «ای ار اېکس کمونېکېشن» کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره د کابل په شېر پور کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شو.
که څه هم چې طالبانو لا تر اوسه د حبیبي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو پر دغه شرکت یې تور پورې کړی، چې د اېمن الظواهري د ځای پېژندلو په کار کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې.
د ښاغلي حبیبي له نیول کېدو دوه کاله وروسته هم، د هغه د وضعیت په اړه زیات مالومات نه دي تر لاسه شوي.
احمدشاه حبیبي د پنجشنبې په ورځ انګلیسي ژبې ورځپاڼې اېنډپېنډېنټ ته ویلي، چې په دې تړاو یې د امریکا د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزارت او یا هم له کابله نوي مالومات نه دي تر لاسه کړي.
هغه وویل: «زه له هغو راپورونو سره همغږی نه یم چې وایي، طالبانو زما ورور القاعده ډلې ته سپارلی دی. زما د مالوماتو له مخې، هغه طالبانو له ځان سره ساتلی دی.»
هغه زیاته کړه: «موږ د طالبانو د حکومت په تاریخ کې نه دي اورېدلي، چې دغه ډله دې یو بندي بلې ډلې ته وسپاري. موږ د طالبانو او یا هم د امریکا د حکومت له‌خوا رسمي اطلاعات نه دي تر لاسه کړي، زه هیله من یم چې دا یوازې یوه اوازه وي.»
د امریکا فډرال پولیسو تېره میاشت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې محمود شاه حبیبي «کېدای شي د طالبانو د پوځي ځواکونو له‌خوا نیول شوی وي؛ خو د هغه له نادرکه کېدو وروسته د هغه په اړه مالومات نه شته.»
احمد شاه د امریکا له حکومته وغوښتل، چې د هغه د ورور په خوشې کولو کې دې هڅې ګړندۍ کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روان کال په لومړیو کې ویلي و، چې چمتو دي امریکایي بندیان د ګوانتامامو له بندیانو سره تبادله کړي.

نور خبرونه

رادیو