د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له پاراګوای څخه په ماتې خوړو سره له نړۍوال جامه بهر شوه

AP ۱۴۰۳ تله ۵

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په بېګانۍ لوبه کې د ۳-۱ ګولونو په توپیر له پاراګوای لوبډلې ماتې وخوړه.
د دغې لوبې بایللو سره افغان لوبډله د نړۍوال جام سیالیو بهر شوه.

دا لومړی ځل و، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړۍوال جام سیالیو کې ولوبېده.

د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې یو ګول وواهه او پاراګوی کوم ګول نه و ترسره کړی؛ خو د لوبې په دویمې پاڼۍ کې پاراګوای هم یو ګول وواهه او دواړه لوبډلې مساوي شوې.
د دویمې پاڼۍ تر وروستیو شېبو دواړه لوبډلې مساوي مخته روانې وې؛ خو د اضافي وخت په ورکولو سره پاراګوای لوبډله وتوانېده، چې دوه نور ګولونه هم ترسره کړي او دغه بریا خپله کړي.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې یوازې یوه لوبه له انګولا څخه ګټلې ده.

نور خبرونه

رادیو