اوچا: د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د مېلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ دی

AP ۱۴۰۳ تله ۵

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې ۱۲.۴ مېلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري او په مېلیونونو نور افغانان د بې‌ځایه کېدو ترڅنګ د لوږې د بېړني حالت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د پنجشنبې په ورځ د (تلې پنځمه) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې ۱۲.۴ مېلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري.
یادې ادارې ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د مېلیونونو وګړو ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی.
همدارنګه اوچا په خپل راپور کې ویلي، چې ۲.۹ مېلیونه وګړي له بېړنۍ لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره زیاتوي، چې ۶.۳ مېلیونه وګړي بیا په کور د ننه بې‌ځایه شوي، چې بېړنو مرستو ته اړتیا لري.
همدارنګه اوچا د خپل راپور په وروستۍ برخه کې ویلي، چې د ۳۱.۴ مېلیونه افغانانو ژوند له دې امله له خطر سره مخامخ دی، چې د چاودېدونکو توکو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.
اوچا په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دمګړۍ ۳۵ زره کسان د افغانستان په لرو پرتو او ننګونکو سیمو کې د زده‌کړو، ماین پاکۍ، خوراکي توکو د مرستې، روغتیايي پاملرنې، ساتنې، رواني او ټولنیزو برخو او د ټولنې د پوهاوي په برخه کې اړین خدمتونه وړاندې کوي.
د یاد راپور له مخې، دغه مرسته رسوونکي پلان لري چې په روان کال کې له ۱۷.۳ مېلیونو کسانو څخه ملاتړ وکړي.
د راپور د معلوماتو له مخې، د ۲.۳۰ مېلیارډو ډالرو په کمښت سره د اګسټ له میاشتې څخه په افغانستان کې یوازې ۲۵ سلنه بشري اړتیا بشپړه شوې ده.
دوی ویلي، چې د بودجې کمښت په افغانستان کې د بشري مرستو پر لېږد منفي اغېز پرې اېستی دی.

نور خبرونه

رادیو