طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد: داعش د پاکستان په امر په افغانستان کې هزاره په نښه کوي

۳ ساعتونه مخکې

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد په یوه مطلپ کې لیکلي چې «پاکستان د خپلې نیابتي ډلې داعش له لارې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د هزاره قوم، پر وړاندې ځینې اقدامات ترسره کړي».

المرصاد لیکلي چې طالبانو په چټکۍ سره دا وضعیت کنټرول کړ او د داعش د بریدونو مخه یې نیولې ده.

د طالبانو استخباراتو ته نږدې رسنۍ المرصاد نن سې شنبه «د لیندۍ ۶مه» د «په پاکستان کې روانه بد امني د پوځ د ناکامو پالیسيو پایله ده» تر سرلیک لاندې یو مطلپ خپور کړی .

المرصاد په کورمه کې روانو جګړو ته په اشارې سره لیکلي چې د پاکستان د استخباراتي ادرسونو له لوري پر طالبانو دا تور پورې کېږي چې دوی په پاکستان کې فرقه ییز تاوتریخوالي ته وده ورکوي، خوا دا بې بنسټه دی.

په دې مطلب کې ادعا شوې چې طالبانو په روانو حالاتو کې د ډله ییزو اختلافاتو د ختمولو او مذهبي یووالي د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

المرصاد لیکلي چې د دې پر ځای چې پاکستان پر نورو تورونه پورې کړي، ورته په کار ده چې له خپلو ناکامو پالیسیو عبرت واخلي او د طالبانو له بریالیو تجربو زده کړه وکړي.

د طالبانو استخباراتو ته نږدې دې رسنۍ لیکلي چې پاکستاني ادارو فرقه ییزې ډلې جوړې کړې او د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره یې استعمال کړې.

المرصاد په کورمه کې د پاکستان پوځ پر دروازې د زینیبیون بیرغ پورته کېدو په اړه لیکلي، چې« دا څنګه امکان لري د یو بل هېواد نیابتي ډله دې له خپل زېړ بیرغ سره را پورته شي»

المرصاد وایي، دا ډلې دې کورونه، کلي او بازارونه سوځوي، خلک دې وژني او په ښکاره ډول دې د پوځ پوستې نیسي، د پاکستان بیرغ دې را ښکته کوي او هلته خپل بیرغ را ځوړندوي او پوځ دې یوازې ننداره کوي؟

المرصاد وايي، د کورمې روانو شخړو تر شا خپله د پاکستان پوځ لاس دی، کله یوې ډلې ته ملاتړ ور کوي او کله بله ډله د جګړې لپاره هڅوي.

په دې وروستیو کې طالبانو په تکرار سره پاکستان تورن کړی چې د داعش- خراسان سرپرستي کوي، خو پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.

نور خبرونه

رادیو