د طالبانو د عامي روغتيا وزير په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې د لوړي کچه اړوند د روغتيا نړۍوال سازمان راپور تایيدوي؛ خو وايي، چې په تېرو درېيو کلونو د واکسين د ښه تطبيق له کبله دا کچه کمه شوې ده.
نور جلال جلالي زياتوي، چې روغتيايي سيستم يې د بوديجې د کمښت سره مخ دی.
له دې وړاندې بهرنيو رسنيو خبر ورکړی و، چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.
هم مهاله د اسټرالیا «کنورسېشن» رسنۍ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پولیو د واکسین کمپاین ځنډول ښايي د سیمې په هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو لامل شي.
بل لور بيا د طالبانو د عامي روغتيا وزير جلال جلالي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۴ مه) نېټه په يوه غونډه کې ويلي، چې دوی هڅه کوي د مور او ماشوم د مړينې د مخنيوي لپاره واکسين ته لاسرسۍ زيات او په ښه ډول يې تطبيق کړي.
نوموړي ويلي: «د نېکمرغه په دې وروستيو کلونو کې د روغتيايي خدماتو د وړاندي کولو او په ځانګړې توګه د واکسين د تطبیق پر اساس د مور او ماشوم په مړينه کې د پام وړ کموالی راغلی.»
د روغتیا نړۍوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د پولیو د ۱۸ پېښو خبر ورکړی.
تېر کال په افغانستان کې د پوليو يوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.
د طالبانو د روغتيا طالب وزير په خپلو خبرو کې وويل، چې تېرو جګړو روغتيايي سیسټم کمزوری کړی او دا مهال د بودېجې د کمښت سره له زياتو ننګونو سره مخ دي.
نوموړي پر نړۍوالو او په خاص ډول پر روغتيایي مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې سیاست او روغتيا سره بېله کړي او د افغانستان سره په دې برخه کې کومکونه زيات کړي.