د افغان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د سې شنبې په ورځ د (وږي په ۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د مجیب الرحمن ځدراڼ د ښي لاس د ګوتو انساج تخریب شوي او توپ اچونه نه شي کولی.
ښاغلي سادات لیکلي، چې نوموړی یې د درملنې په موخه هندوستان ته لېږلی دی.
ښاغلي سادات زیاته کړي، چې تر دې وړاندې کرېکټ بورډ مجیب الرحمن ځدراڼ د درملنې په موخه دوه ځله متحده عربي اماراتو، یوځل انګلستان او یو ځل وېسټ اېنډیز ته لېږلی و.
وړاندې تر دې کرېکټ بورډ د افغانستان د ملي لوبډلې د دغه جادوګر توپ اچونکي د ټپونو په اړه څه نه و ویلي.
د کرېکټ بورډ ویاند له لوري د مجیب الرحمن د ښي لاس د نسجونو له فعالیته لوېدو د خبر په خپرېدو سره د ښاغلي ځدراڼ مینهوال سخته خفه شوي.
دوی له کرېکټ بورډ څخه غوښتنه کوي، چې د مجیب الرحمن په درملنه کې باید هیڅ ډول بې غوري ونه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې، نن سې شنبه افغان کرېکټ بورډ د افغانستان د ملي لوبډلې د پیلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ د پښې د ښنګري د بریالي عملیات خبر ورکړ.