افغان کرېکټ بورډ د ابراهیم ځدراڼ د پښې د عملیاتو خبر ورکړی

AP ۱۴۰۳ تله ۳

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د پیلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ د پښې له عملیاتو خبر ورکړی.
کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه د ابراهیم ځدراڼ د دغه انځور په خپرولو سره ویلي، چې نوموړی به د لسو اونیو لپاره تر رغېدو په استراحت کې وي.

تر دې وړاندې (د وږي په ۱۹مه) کرېکټ بورډ ویلي و، چې ابراهیم ځدراڼ (د وږي په ۱۸مه) د تمرین پر مهال ټپي شوی او د نیوزیلنډ تر څنګ له سوېلي افریقا سره هم په لوبلړۍ کې نه شي لوبېدی.
کرېکت بورډ زیاته کړې وه، چې د ملي لوبډلې پيلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ له نیوزیلنډ سره د ټېسټ لوبې د چمتووالي او تمرین پر مهال په پښه ټپي شوی و.
کرېکټ بورډ هغه مهال د ملي لوبډلې فزیوتراپیسټ او ډاکټر له قوله ویلي و، چې د ابراهیم ځدراڼ ښنګرکي یو څه سخته ضربه لیدلې او د ډاکټرانو له لوري ورته د استراحت سپارښتنه شوې.

نور خبرونه

رادیو