د ایران د پارلمان یوه غړي د کډوالو په اړه د خپل هېواد د حکومت پر ځینو سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې ۱۷ میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.
یعقوب رضازاده پارلمان ته په وینا کې وویل، له ایراني ښځو سره د بهرنیو اتباعو واده د قانون خلاف کار دی.
د ایران د پارلمان دغه غړي د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې له افغانانو سره د ایراني ښځو ودونه او بهرنیانو ته د ملکیت حق ورکول به د نفوسو د جوړښت د بدلون لامل شي.
یعقوب رضازاده وویل: «ولې ۱۷ میلیونه افغان کډوال ایران ته راغلل او دلته اوسېږي؟»
دغه ایراني چارواکي په داسې حال کې په دغه هیواد کې د ۱۷ میلیونو افغان کډوالو د موجودیت ادعا کړې ده، چې د ایران د کورنیو چارو پخوانی وزیر احمد وحیدي ویلي، چې په دغه هیواد کې د رسمي او نارسمي کډوالو په ګډون پنځه میلیونه افغان کډوال میشت دي.
ښاغلي رضازاده همداراز له ایراني مېرمنو سره د بهرنیو اتباعو د واده پر قانوني کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، د دې مسلې د توجیه لپاره د «شرعي واده» لقب کارول منطقي نه دي.
د ایران د پارلمان دغه غړي وویل: «موږ په څه اجازې سره بهرنیانو ته د ایراني ملکیتونو حق ورکوو؟ دې ته مهاجرت نه ویل کیږي، بلکې د نفوسو د جوړښت څېړنه او د ایران په خاوره کې د دوهم افغانستان جوړول بلل کیږي.»
د ایران د مدني قانون په ۱۰۶۰ ماده کې راغلي: «د یوې بهرنۍ ښځې سره د یوې ایرانۍ ښځې واده په داسې حالاتو کې، چې کوم شرعي خنډ نه وي، د حکومت په ځانګړې اجازې ځنډول کېږي.»
د دغه قانون له مخې، د یوې ایرانۍ لپاره له یوه نا ایراني سره د واده کولو شرط دا دی، چې دواړه باید مسلمان وي.