د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډله د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن مازدیګر د اسټرالیا په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
دغه لوبه نن د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې ترسره کیږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، افغان ملي لوبډله نن دوشنبه د (تلې دویمه) مازدیګر د افغانستان پر وخت پنځه نیمې بجې د سعودي عربستان ابها ښار په سلطان بن عبدالعزیز فوټبال لوبغالي کې د اسټرالیا د فوټبال د ۲۰ کلنو لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د افغانستان فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړي او روزونکي وايي، د اسټرالیا لوبډلې په وړاندې یې چمتوالی نیولی او هڅه کوي، چې د اسټرالیا په وړاندې لوبه وګټي او دیادو سیالیو دویم پړاو ته لاره ومومي.
د افغانستان فوټبال د شل کلنو کم عمره ملي لوبدلې د جمعې په ورځ د وږي په ۳۱مه نېټه خپله لومړنۍ لوبه له (مکاو) څخه په یوه ګول وګټله.
دغه سیالۍ د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې او د تلې میاشتې تر اتمې نېټې به دوام وکړي.
د اسیا جام غوراوي سیالیو په لومړي پړاو کې افغانستان له سعودي عربستان، فلسطین، اسټرالیا او مکاو سره لوبیږي.