د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېر یوه کال کې ۹ زره بهرنیانو د افغانستان تفریحي او تاریخي سیمو ته د سیل لپاره تللي دي.
د دغه وزارت چارواکي دا هم وايي، چې په همدې موده کې له دغه وزارت سره ۹ میلیونه کورني ګرځندویان ثبت شوي دي.
طالب چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د ګرځندوی په برخه کې ۳ زره شرکتونه ثبت شوي دي.
چارواکو دا هم وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو کار روان دی او په دې وروستیو کې یې د ګرځندوی او هوټلونو د مدیریت انستیتیوت هم فعال کړی دی.
په افغانستان کې د هېواد د وضعیت په اړه د ډېرو هېوادونو خبرداریو ته په کتو، د طالبانو د دې ادعا تایدول سخت دي چې ګواکې زرګونه بهرنيو سېلانیانو افغانستان ته سفر کړی.
د تېر کال د غويي په ۲۷ مه په یوه برید درې بهرني وګړي او یو افغان وژل شوي وو، چې داعش یې مسوولیت منلی و.
دغه برید په افغانستان کې د بهرنیو وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېر کال کې یې ۶۲۰ خبریالانو ته د ژورنالیزم کارتونه وېشلي، د یوټیوب چینلونو لپاره یې کړنلاره جوړه کړې او د خبریالانو د صندوق لپاره یې کړنلاره چمتو کړې ده.
دغه وزارت همدا راز د ۱۰ زره ترانو او نعتونو راټولول، د ۱۲ تیاترونو نندارتونونه، د بېلابېلو وختونو د ۲۴۱۰ لرغونو اثارو ثبت او د کابل په هوايي ډګر او ګمرکونو کې د ۴۱۶ تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
طالبان وايي، په تېر کال کې یې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سیمو علمي سروې کړې او ۳۸۱ لرغوني سیمې یې په نښه کړې دي.
دغه وزارت همدا راز وویل چې له ۱۰۰ ښوونیزو بنسټونو او روزنیزو مرکزونو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي، چې له مخې یې په پلازمېنه او ولایتونو کې ۱۰ زره ۵۸۱ کسانو ته وړیا لوړو زده کړو او ۱۷ زره ۷۸۱ نورو ته په ځانګړي تخفیف ورکول کېږي.