د طالبانو لوی درستیز د ۳ پيلوټانو په فراغت غونډه کې ويلي، چې امريکا «په ډېره سپين سترګۍ او د اصولو خلاف» د هغو چورلکو په اړه خبري کوي، چې د واشنګټن له ماتي سره سم له افغانستانه نورو هېوادونو ته انتقال شوې.
فصیح الدين فطرت نړيوالو ته ويلي، چې «افغانان خپل حق چاته نه پخښي.»
امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې د افغان پېلوټانو له خوا ازبکستان ته بوول شوې ۴۶ پوځي چورلکې او الوتکې په موقتي توګه ازبکستان ته وسپاري.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر تېره میاشت ويلي و، د افغان پوځ ۴۶ الوتکې به د ازبکستان تر څارنې لاندې پاتې شي.
طالب مشرانو له ازبکستانه د دغو الوتکو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې، خو ازبک چارواکو ویلي، چې له امریکايي لوري سره د دغو پوځي وسایطو د وضعیت په اړه لا هم خبرې روانې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر خبري اژانس نن هم د دغه ډلې د هوايي ځواک او هوايي مدافعې پوهنتن د ۳ پيلوټاتو په غونډه کې د لوی درستيز د خبرو ځني برخې نشر کړې دي.
فصیح الدین فطرت دا هم ويلي «په اسلامي روحيه او قوی مرال بشپړه اسلامي ملي اردو» جوړوي.
د نوموړي په خبره، همدا اردو به د «خاوري، هېواد، اسلامي شريعت او ارزښتونو» دفاع وکړي.
د طالبانو د دفاع وزارت وړاندي ويلي و چې د پوځ د بشپړېدو لپاره وخت ته اړتيا لري.