حقاني: پخوا افغانستان په لوی لاس د هوايي ځواک په برخه کې نورو ته محتاج ساتل شوی و

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۴

د طالبانو د کورنيو چارو وزير د دغه ډلې د هوایي مدافعې پوهنتون د محصلينو يوې غونډې ته ويلي، «په تېر کې افغانستان په لوی لاس د هوایي ځواک په برخه کې نورو ته محتاج ساتل شوی و.»

سراج الدين حقاني زياته کړه، چې اوس دوی په دې برخه کې د افغانستان ځان بسياينې لپاره هڅې کوي.

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وورسته کله، چې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ، افغان امنيتي ځواک پر خپل هوايي ځواک تکيه وکړه او د خپلو لوېديځو متحدانو په مرسته یې د پيلوټانو روزنه چټکه کړه.

د پيلوټانو د روزني ترڅنګ ناټو هڅه کوله، چې افغان هوايي ځواک پياوړی او همږغی کړي.

که څه هم د جمهوريت پرمهال په هوایي ځواک کې د افغان ځوانانو د شاملېدو غوښتنې زياتي وې؛ خو نړيوالو به ډېر کم ځوانان په دې برخه کې روزل.

اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني د شنبې په ورځ د هوايي مدافعې پوهنتون د دريو پيلوټانو په فراغت غونډه کې ويلي: «د ویاړ ځای دی، چې نن د افغان روزنکو له لوري د روزل شویو مسلکي پيلوټانو د فراغت شاهدان دي.»

نوموړي ويلي، ډاډه دی، چې په کم وخت کې به په دې برخه کې مسلکي ځواک وروزي.

حقاني ویلي، چې دوی په هيڅ ډول اشغال او لاسپوڅي حکومتونه نه مني.

هغه که څه هم د کوم هېواد یا ډلې نوم وا نه خیست زياته يې کړه: «هغوی، چې د افغانستان په بې عزتۍ کې به يې خپل عزت او د افغانستان په ناامنۍ کې خپل امنيت لټاوو نور بايد په دې پوه شي، چې افغانان په هر قېمت خپلواکي غواړي.»

په دې مراسېمو کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير نورالله نوري ويلي: «دوښمن ۴۷ کاله د افغانانو د ویشلو او د هېواد د تجزیې هڅې» وکړې.

د ده په خبره، دوی د دوښمن دغه هڅې شندې کړې.

د هغه په خبره اوس په لومړي ځل د «مدرسې يو طالب او یو مجاهد» توانيدلی، چې چورلکه هوا ته پورته کړي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوژستیک مشر عبدالبصیر صابري د روسیې له خبري اژانس ټاس سره په مرکه کې ویلي و، چې د طالبانو حکومت پلان لري له روسیې څخه د هوايي دفاع تجهیزات واخلي.

ور سره د دې ډلې لوی درستیز نن په خپلو خبرو کې ویلي چې د اردو جوړوي، خو د بشپړېدو لپاره یې وخت ته اړتيا لري

نور خبرونه

رادیو