طالبان: د ملاهبت الله د فرمان له مخې په تېر یو کال کې تر ۱۱۶ زرو ډېر سوالګر راټول شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۴

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د ملاهبت الله د فرمان له مخې یې په تېر یو کال کې ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول کړي دي.

دغې ادارې نن شنبه (د وږي په ۲۴مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، له دې ډلې ۳۰ زره او ۵۴۳ مستحقو کسانو سره یې په میاشتني ډول نغدي مرستې کړې چې په ټولیز ډول ۵۳ مېلیونه ۸۷۵ زره او ۸۱۲ افغانۍ سوالګرو ته ورکړل شوي دي.
د دغې ټولنې مسوولینو دا رنګه ویلي، چې په تېر کال کې یې د طبیعي پېښو یو مېلیون ۴۳۰ زره او ۳۶ زیانمنو او اړمنو کسانو سره د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې.
چارواکي زیاتوي، چې دغې ادارې په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له ۲۲۷۳۵ قربانیانو سره بشري مرستې کړې دي.
دوی وایي، چې په تېر یوه کال کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته د ۲۲۱۲ ماشومان په ګډون ۵ مېلیونه ۸۹۴ زره او ۳۳۲ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شوي دي.
خو په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د بې‌کارۍ کچه لوړېږي، خلک له لوږې سره مخامخېږي او ګڼ خلک د بې‌کارۍ او لوږې له امله بهرنیو هېوادونو ته پناه وړي.
د ملګرو ملتونو ادارو او مرستندویه بنسټونو په وار، وار د افغانستان د خلکو د لوږې او بې‌وسۍ له امله اندېښنې په ډاګه کړې دي.
دا رنګه ګڼو خلکو تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د بې‌کارۍ له امله په افغانستان کې د سوالګرو شمېر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی.

نور خبرونه

رادیو