باختر اژانس له روسۍ وزیرې سره د خیرخواه د لیدنې د انځور پر ځای د روسیې بیرغ خپور کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۴

د طالبانو واک کې باختر اژانس د روسیې د اطلاعاتو فرهنګ وزیرې سره د دې ډلې د وزیر خیرالله خیرخواه په خبر کې د ګډ انځور پر ځای د روسیې او خپل بیرغ خپور کړی.

د طالبانو د نوي قانون له مخې د ښځې او نر خبرې منع شوې، خو د دې ډلې چارواکي بهرنیو سفرونو کې له ښځو سره لا هم لیدنې لري.

د طالبانو اطلاعاتو کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه څلور ورځې مخکې د روسیې په بلنه د فرهنګونو یووالي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ.

د روسیې د اطلاعاتو کلتو وزارت وېبپاڼه کې د نوموړي او د روسیې د اړوند وزیرې الګا لوبیمووا د لیدنې خبر او څو ګډ انځورونه خپاره شوي دي.

د دې خبر تر خپرېدو وروسته ځینې رسنیو او افغان روڼ اندو پر ملا خیراالله خیرخوا د نیوکې په ډول وویل، چې له خپل طالبي قانون یې سرغړونه کړې ده.

له روسۍ وزیر سره د خیرخوا د لیدنې خبر کې د باختر اژانس انځور

د طالبانو په واک کې باختر اژانس د دې لیدنې اړوند خبر کې د طالبانو او د روسیې بیرغ خپور کړی دی.

د دې خبر له مخې د روسیې د کلتور وزیرې له ښاغلي خیرخواه سره په لیدنه کې د کلتور برخه کې د افغانستان لپاره مسلکي کسانو د روژلو ژمنه کړې ده.

د روسیې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په خبر کې بیا د ملا خیرالله خیرخواه له قوله ویل شوي چې نوموړي د ورته غونډو او نندارتونو جوړېدل د خپلمنځي کلتوري اړیکو د پراختیا او همکارۍ لپاره مهم وبلل.

د روسیې د اطلاعاتو کلتور وزارت له چارواکو سره د خیرخوا او مل پلاوي لیدنه

د روسيې په کوربتوب د فرهنګونو د یوالي غونډه د سسپټمبر په۱۱په سن پترزبرګ کې پیل شوې او ننپای ته رسېږي.

روسیه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو مختلفو اقتصادي، سیاسي، علمي او کلتوري ناستو ته د دې ډلې مشران ور بولي.

تر دې وړاندي د طالبانو د پوهني وزير حبیب الله اغا، د لوړو زدکړو وزير ندامحمد نديم په روسيه کې د پوهنې په نړيواله څلور ورځنۍ غونده او د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري بیا په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللي وو.

نور خبرونه

رادیو