د هېواد پخوانی ولسمشر وایي، چې افراطیت او تاوتریخوالی دواړه د افغانستان او پاکستان په زیان دي.
حامد کرزي په افغانستان کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام پر اساس د ښو اړیکو هیله څرګنده کړې ده.
ښاغلي کرزي پر اېکس خپور کړي پیغام لیکلي: «افراطیت او تاوتریخوالی د دواړو هیوادونو په زیان دی.»
نوموړي د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او دواړو هېوادونو ته د تګ و راتګ د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
کرزی په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کولو ټينګار کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي، چې افغان طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته خوندي ځایونه ورکړي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.
اخوا، په وار - وار د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه وسله والې نښتې شوي، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
له دې سره، یو شمېر افغان سیاستوال بیا وایي، سره له دې چې په افغانستان کې افراطیت په بې سارې توګه زیات شوی دی، خو ځینې رسنۍ او بهرمیشتي د طالبانو افراطیت او سیاسي استبداد د عادي وضعیت په توګه تعریفوي.
د یادولو ده، چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د شریعت په نامه د نجونو د زده کړو په ګډون په خلکو لسګونه بندیزونه لګولي او د افغانستان خلک په ځانګړې توګه افغان مېرمنې یې له لومړنیو حقونو بې برخې کړي دي.