د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې په زابل ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی دی.
د طالبانو سترې محمکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه تورن کس په ۲۰ دورو او شپږ میاشتې تنفيذي بند محکوم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په خبرپاڼه کې بیا د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه درې کاله تېریږي، خو یادې ډلې له تېرو دوو کلونو راهیسې لسګونه کسان ته په عام محضر کې سزا ورکړې ده.
د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ شوې دي، خو دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حکمونه پلي کوي.
د یادولو ده، چې په هېواد کې ناوړه اقتصادي وضعیت، د وزګارۍ د کچې زیاتېدل، د بېلابېلو ستونزو له امله د ډېر شمېر لویو او کوچنیو فابریکو بندېدل، د بهرنیو مرستو کمېدل او په دولتي ادارو کې د طالبانو له خوا د لوستو او تجربه لرونکو کسانو پر ځای د خپلو کسانو ګومارلو په هېواد کې د غلا او جنایي جرمنو د زیاتېدو لامل شوي دي.