علي امین ګنډاپور: د افغان او پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته مرکچیان استوم

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۲

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په زیږه ژبه د پاکستان حکومت ته وویل:« که دا ستاسو پالیسي ده؛ نو خپلې پالیسۍ له ځانه سره وساتئ، زما له صوبې وینې تویېږي زه به خامخا افغانستان ته د مذاکراتو لپاره پلاوی واستوم.»

هغه تېره ورځ په پېښور کې د وکیلانو په یوې ناسته کې د وینا پرمهال له افغان طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو اعلان وکړ.
هغه وایي، په وار-وار یې وغوښتل چې افغانستان ته د خبرو اترو لپاره مرکچیان واستوي؛ خو چا یې په اړه ګام وانه خیست.
هغه زیاتوي:« افغانستان مو ګاونډی هېواد دی، چې په یوه ژبه سره خبرې کوو. موږ پرېږدئ، چې ورسره خبرې وکړو چې دا په پاکستان کې څه روان دي او دغه ستوتزې د خبرو له لارې هوارېدای شي.»
نوموړی د خپلې نادرکۍ له راپورونو وروسته په لومړي ځل دغې غونډه کې راڅرګند شو.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ښاغلي ګنډاپور مرکزي حکومت ته له پاکستاني طالبانو سره د جوړ جاړي او خبرو اترو وړاندیز کړی و او دا یې هم ویلي و، که مرکزي حکومت نوموړي ته اجازه ورنه کړي؛ نو هغه به په ځانته سر افغانستان ته ولاړ شي او هلته به د افغان او پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
که څه هم په دې اړه لاتراوسه د پاکستان حکومت څه نه دي ویلي؛ خو په تېرو وروستیو ورځو کې کتونکو د ښاغلي ګنډاپور نادرکي یوه سیاسي مسله بللې وه.

نور خبرونه

رادیو