ذبیح الله مجاهد: له ۳۰ کلن انتظار وروسته نن د ټاپي پروژه په رسمي توګه پرانیستل کېږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټاپي پروژې له پرانیستغونډې څو شېبې وړاندې په یوه خبرې ناسته کې وویل، دا پروژه د افغانستان او سیمې د اقتصادي اتصال په برخه کې ډېره ګټوره ده او نن یې په رسمي بڼه د افغانستان په خاوره کې چارې پیل شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هرات په ولایت کې رسنیو ته د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یادې پروژي په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، چې د افغانانو۳۰ کلن انتظار پای ته ورسېد او نن به د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې پیل شي.
نوموړي وویل، د ټاپي پروژې لومړی فاز تر هراته رسېدلی او هرات ته په رسېدو سره به د ګازو په نل لیکه کې ګاز هم ور خوشې شي.
د دغه نل لیکې دویم فاز له هراته پیل او تر هلمند ولایته رسېږي.
د نوموړي په خبره، په هلمند کې به هم د ګازو د ګټې اخیستنې مرکز ورته جوړ شي، چې خلک له ګازو برخمن شي.
مجاهد وايي، د دغه نل لیکې درېیم فاز تر کندهاره رسېدلی دی چې په هغه ولایت کې به هم د ګازو د استفادې مرکز جوړ شي.
د تاپي ګازو نل لیکې څلورم فاز د کندهار د سپین بولدک له ولسوالۍ څخه د پاکستان خاورې ته غځول کېږي او له هغه ځایه به تر هندوستانه د ترکمنستان د ګازو په رسېدو سره به دغه پروژه بشپړه شي.
ښاغلی مجاهد وايي، دا پروژه د سیمې لپاره د اقتصادي تړاو او سون توکو د اسانه رسېدو په برخه کې تر ټولو ستره پروژه ده.
نوموړی وايي، د یادې پروژې په پیل سره به نوري فابیبر انټرنېټي لېن هم وغځول شي او افغانستان به د انټرنېټ له لارې د نړۍ جال سره ونښلول شي.
د نوموړي په خبره هم‌مهاله په دغه پروژه کې د رېل پټلۍ او د یو پوخ سړک د جوړېدو چارې هم شاملې دي.
مجاهد وايي، په دغه پروژه کې به زرګونه افغانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي او تر څنګ به یې د ګازو او انټرنېت بیې هم را ټیټې شي.
د ټاپي پروژې د پرانیستې لپاره نن په هرات کې ټول ښوونځي او دولتي ادارې رخصت کړل شوې او د طالبانو د کابینې یو شمېر وزیران د یادې پروژې د پرانیستې په موخه هرات ته رسېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو