پاکستاني رسنۍ وايي، تېره ورځ د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په کچه پرېکړه شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره به خبرې اترې کوي.
د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ ایالتي کابینې دغه پرېکړه کړې.
پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د (وږي ۲۱مه) راپورونه خپاره کړي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت پرېکړه کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره به د دغې صوبې په سیاسي او امنیتي حالت خبرې اترې کوي.
خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې اړه لا څه نه ويلي، خو منظور پښتین مخکې ويلي و، چې له ټولو پښتنو سره به د پښتنو په روان سیاسي او امنیتي حالت خبرې کوي.
رسنۍ وايي، د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې په دغې صوبه کې به له بد امنیتي حالت څخه د پښتنو د را ایستلو او امن پر ځای کولو لپاره له منظور پښتین سره هراړخیزې خبرې اترې وکړي.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وړمه شپه له پېښوره اسلام اباد ته تللی و او اته ساعته نادرکه شوی و؛ خو له دومره ځنډ وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي شاهد خټک بیا وویل، چې ښاغلی ګنډاپور سره یې خبرې شوې او هغه به ډېر ژر بېرته خپلې دندې ته ستون شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د دغه غورځنګ د مخکښ غړي ګیلهمن وزیر د جنازې په ورځ پرېکړه وکړه، چې د پښتونخوا هرې سیمې او هرې سیاسي څېرې، قومي مشرانو او سیاسي ګوندونو ته به ورځي او هغوی به د ۱۱م اکتوبر د پښتنو یوې لویې جرګې ته رابولي چې د ټولو پښتنو روانې ستونزې حل کړي.
د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د دغې پرېکړې په اړه تر اوسه پورې د پاکستان فډرالي حکومت غبرګون نه دی ښودلی.
منظور پښتین له ۲۰۱۸م میلادي کال راهیسې د پښتون ژِغورنې غورځنګ په اعلانولو سره د پښتنو له حقونو دفاع ته ملا تړلې چې، خپله دی او د دغه ګوند نور مخکښ غړي په ځلونو د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولي، زنداني کړي او په دې شرط یې بیرته خوشې کړي چې نور به له دغې مبارزې لاس اخلي، خو لا یې هم له دغې مبارزې لاس نه دی اخیستی.