د فوټسال نړۍوال جام ته د افغانستان د ۱۴ کسیزې ملي لوبډلې نوملړ خپور شو

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۰

‏د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د افغانستان فوټبال فدراسیون له قوله خبر ورکړی چې د فدراسیون د غوراوي کمېټې له لوري د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړۍوال جام ته د مهدي نوروزي په مشرۍ ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان شوه.

د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ د اوزبکستان په کوربه‌توب د راتلونکې شنبې ورځ د روانې وږي میاشتې په ۲۴مه پیلیږي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د لوبو برخې نن سې شنبه د (وږي ۲۰مه) د فوټبال فدراسیون له قوله خبر ورکړی چې د دغه فدراسیون د غوراوي کمېټې له لوري د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړۍوال جام ته د مهدي نوروزي په مشرۍ ۱۴ کسیزه لوبډله وټاکل شوه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي ویلي، چې په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام دغه ۱۴ کسیزه لوبډله به بریالۍ لوبډله وي.
که څه هم د افغانستان د فوټسال ۱۸ لوبغاړي تاشکند ته تللي. خو اوس علي امیري، محمد رضا کریمي، بهمن ګرګیج او محمد علي فیاضي له نوملړه ایستل شوي دي.

محمد جواد صفري، علي‌رضا جعفري، علي احمد محسني، مهدي نوروزي، حمیدرضا حسیني، رضا حسیني پور، مهران غلامي، امید غنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، خداداد ابراهیمي، حسین محمدي او سید مجتبا حسیني د دغې سیالۍ لپاره ټاکل شوي دي.
د فوټسال نړۍوال جام سیالیو پیل ته ایله څلور ورځې پاتې دي.
افغانستان د نړۍوال جام په دریم ګروپ کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره همغاړی دی.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو په ګډون د راتلوونکي شنبې په ورځ د وږي له ۲۴مې پیل او د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې تر ۱۵مې د یکشنبې تر ورځې به روانې وي.
د فوټسال په نړۍوال جام کې د افغانستان د لوبو مهالویش:
افغانستان - انګولا (یکشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۳)
افغانستان - ارجنټاین (چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳)
افغانستان - اوکراین (شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳)

نور خبرونه

رادیو