د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، اوسپنې پټلۍ، ټاپ او نوري فایبر پروژې به ډیرې ژر پرانیستل شي.
د وزارت په وینا، د دغو پروژو د پرانیستې مراسمو د چمتووالي کمیسیون لومړۍ ناسته د شنبې په ورځ وکړه.
په دغه کمیسیون کې چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت کوله د طالبانو د امنیتي ادارو، د ټولګټو وزارت، اطلاعاتو او کلتور، د کانونو او پټرولیم وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت، برېښنا شرکت او طالبانو عمومي ویاند ګډون درلود.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژې په راتلونکو څو ورځو کې د یو لړ مراسمو پر مهال پرانیستل شي.
د دغو پروژو د پیل کولو د څرنګوالي په موخه د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي تېره اوونۍ د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان - ترکمنستان پولې ته څېرمه ولیدل او په دې اړه یې خبرې کړې.
د ټاپي پروژې پيل د ترکمنستان یو له لومړیتوبونو څخه دی. دغه هیواد غواړي خپلې انرژۍ ته په سویلي اسیا کې بازار پیدا کړي او د دغه کار لپاره د افغانستان له لارې له سوېلي اسیا سره وصل شي.