د امربالمعروف محتسبان د کندهار په څلور لارو کې ځوانانو ته د ږیرې پرېښودلو سپارښتنې کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۸

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې ږيرې پرېږدي او وېښتان کم کړي، که نه نو له سزا سره به مخ شي.

د امر بالمعروف د نوي قانون تر توشیح وروسته دغه ډله په ولایتونو کې د قانون د پلي کولو لپاره سختو ګامونو اخيستلو مخه کړې ده.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې له تېرې جمعې ورځې څخه د امربالمعروف محتسبان پر يو شمېر څلولارو ځوانان را ګرځوي او د ږيري پرېښېدو او وېښتانو کمېدو سپارښتني ورته کوي.

سرچينه وايي، چې د طالبانو امربالمعروف کارکوونکي په دومداره توګه نه وي؛ خو کله - کله د څلور لارو پر سر د نور طالبانو سره د تالاشۍ پر ځايونو ولاړ وي.

د نور احمد په نوم يو ځوان چې تېره جمعه له عينو مېنې څخه کور ته تلی او د کندهار ښار د لسمې حوزې اړوند په دوراهي کې د امربالمعروف محتسبانو راګرځولی وايي: « تقريبا لس دقيقې يې درولی وم او طالبانو نصیحت راته کاوه، چې ږيره پرېږدم، زما نوم یې هم ولیکه او راته يي وویل؛ که بل ځل مو په داسې حالت کې وليدې، چې ږيره دې نه وه، بیا به ګيله نه کوې.»

طالبانو په مېله ځايونو او تګ راتګ پر مهال په موټرونو کې د موسيقي اورېدل هم بند کړي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په وروستیو کې د امر بالمعروف نوی قانون توشیح کړ.

د دې قانون د ۲۴ مې صفحې په ۱۱مه او ۱۲مه ماده کې خلکو ته هغه شرطونه وړاندې شوي، چې بايد ترې ډډه وکړي.

د دې مادې په اوله او دویمه فقره کې راغلي: «په داسې منکر بوختېدل، چې نه کول يې شرعاً واجب وي.۲: د داسې نېک عمل پرېښول، چې کول يې شرعاً واجب وي.»

د امربالمعروف د نوي قانون د ۷۳مې صفحې په ۲۴ مه ماده کې همدې کسانو ته چې «منکر» عمل تر سره کوي هم سزاوې ټاکلې دي.

په دې قانون کې ليکل شوي: « خلکو ته لومړۍ توصيه کول، د الله د عذابه وېرول، په قهرجنو الفاظو تهديد، له یو ساعت څخه تر ۳ ورځو د بند سزا او د محتسبو له لوري سزا ورکول شامل دي.»

په کندهار کې ډېری کسان پر طالبانو نيوکې کوي، چې کړنې يې بیا د دغه ډلې د لومړۍ دروې د ۹۰يمي لسیزې سخت دريځو ته اوښتي او په زور پر خلکو طالبي قانون پلی کوي.

د شنبې په ورځ د امربالمعروف وزير خالد حنيفي په میدان وردګ ولایت کې يوې غونډې ته ويلي، چې د «شريعت» عملي کول يې سره کرښه ده او له خلکو يې غوښتي، چې په ټولنه کې قانون ته غاړه کېږدي.

خالد حنفي د امربالمعروف د نوي قانون او د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د پلي کولو لپاره ان ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف په قانون کې د ښځو او نجونو ترڅنګ پر رسنيو او نورو ټولنیزو مواردو پراخ محدودیتونه هم لګول شوي او ان په کې د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.

دغه قانون بیا له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی او غندل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو