سرچینې: یو طالب قوماندان په تخار کې ورزشي لوبغالی غصب کړی دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۸

د تخار سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د طالبانو د «ليزري قطعې» قومندان عبدالبصیر فیضاني په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې یو ورزشي لوبغالی غصب کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب قوماندان د ښاروالۍ اړوند ځمکه د فوټسال ميدان جوړ کړى او لوبغاړو ته يې په کرايه ورکوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو قومندان اوس ورزشکارانو ته د یو ساعت لوبې لپاره د فوټسال لوبغالی په ۷۰۰ افغانیو کرایه کوي او د ورځې شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ ګټي.

د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ يو شمېر لوبغاړي وايي، چې له لسو کلونو راهيسې په دې لوبغالي کې تمرين کوي او د فوټسال یاد لوبغالی له تېرو دوو اونيو راهيسې فعال شوى او د ورزش لپاره يې د طالبانو قوماندان ته پيسې ورکوي.

لوبغاړي وايي، وروسته له هغه چې د فوټسال لوبغالی فعال شو، د لوبغالي شاوخوا ته د لوبې کولو اجازه نه نشته.

سرچینې دا هم ویلي، چې عبدالبصیر فیضاني د فوټسال لوبغالي شاوخوا کې دیوال جوړوي.

تر دې وړاندې هم په تخار کې د طالب چارواکو له لوري د دولتي ځمکو د غصب راپورونه ورکړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو