په خوست کې د طالبانو مرستیال والي محبوب شاه قانت د دغې ډلې سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې «پر افغان خاوره هر ډول تیري ته ځواب ورکړي.»
د طالبانو رسنیو دغه څرګندونې په خوست کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ له جګړې یوه ورځ وروسته خپرې کړې.
د طالبانو تر ولکې لاندې ځينو رسنيو د (وږي په ١٨مه) خبر ورکړى، چې د خوست ولايت لپاره د طالبانو د والي مرستيال محبوب شاه قانت د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې له قومي مشرانو او د طالبانو سرحدي ځواکونو سره په لیدنه کې ويلي، چې هیچا ته اجازه ورنه کړئ چې پر افغانستان تیری وکړي.
د طالبانو دغه سیمه ییز چارواکی په داسې حال کې پر افغان خاورې د تیري کوونکو د ځپلو امر ورکړی، چې د شنبې په ورځ د پاکستاني پوله ساتو ځواکونه او طالبانو تر منځ نښته بیا رامنځته شوه.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دواړو لورو له درنو وسلو کار اخیستی او د پاکستان له لوري یو شمېر مرمۍ په افغانستان کې د خلکو پر کورونو هم لګېدلې دي.
په افغانستان کې د دغو مرمیو د احتمالي زیانونو په اړه لا هم معلومات نه شته.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې د طالبانو له لوري یوه هاوان مرمۍ په کورمه کې د پاکستاني ځواکونو پر پوسته لګیدلې چې له امله یې د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې یاده مرمۍ د افغانستان له خوست ولایت څخه توغول شوې وه.