د طالبانو امربالمعروف وزارت: د لمانځه پر مهال د کار بندول «الهي امر دی»

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۸

د طالبانو امربالمعروف وزارت ویلي، چې د یاد وزارت محتسبانو په نیمروز کې خلکو ته ویلي، چې د لمانځه پر مهال خپل کارونه بند کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبانو په نیمروز کې خلکو ته ویلي، چې د لمانځه پرمهال د کار بندول «الهي امر دی.»

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې لیکلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر محتسبان د نیمروز ولایت جوماتونو ته ورغلي.

د یاد وزارت محستبانو د نیمروز ولایت اوسیدونکو ته ویلي، چې د لمانځه پر وخت باید جومات ته ولاړ شي او خپل ځانونه باید له «اسلامي شریعت» سره سم جوړ کړي.

دغه وزارت ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون پلی کول د دوی مهم او بنسټیز هدف دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر پر قانون په کور دننه او بهر کې په پراخه کچه نیوکې شوې دي.

د دغو غبرګونو په دوام په یوه غبرګون کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون پر پلي کولو اندېښنې ښودلې او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

نور خبرونه

رادیو