یوناما د سواد د نړۍوالې ورځې په مناسبت ټينګار کړی، چې هر څوک باید زده کړو ته لاس رسی ولري

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۸

په افغانستان کې د ملګرو ماموریت "یوناما" د سپټمبر د اتمې د سواد د نړۍوالې ورځې په مناسبت پوهنې او سواد ته د ټولو لپاره د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د سواد نړۍواله ورځ په داسې حال کې راځي، چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ کابل ته له ننوتلو وروسته په ټول افغانستان کې د نجونو لپاره د منځنیو او عالي ښوونځیو د بیا پرانیستلو مخه ونیوله.

دې ډلې په پوهنتونونو کې هم د نجونو زده کړې بندې کړې.

د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او تعلیمي ادارې یونسکو د شمېرو له مخې؛ طالبانو ۲.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر پلاوي د یوناما پر اېکس پاڼه ليکلي، چې زده کړه او سواد د هر انسان اساسي حق دی.

یوناما لیکلي: «په بېلابېلو ژبو د زده کړو ترویج د متقابل تفاهم، ټولنیز تحرک او سولې لامل کېږي او په دې توګه خلک د خپلو حقونو د غوښتلو توان تر لاسه کوي.»

هر کال د سواد نړۍواله ورځ د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د ټولو خلکو لپاره تعلیم او سواد ته د لاسرسي د ودې لپاره د فرصت په توګه نمانځل کیږي.

په افغانستان کې د پوهنې بحران په ځانګړې توګه ښځې او نجونې اغېزمنې کړې، چې په تېرو درېیو کلونو کې سلګونه زره نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو