د کمالا هریس د کمپاین دفتر وايي، له طالبانو سره د ټرمپ جوړجاړی د «ناوړه پایلو» لامل شو

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۸

د کمالا هریس د کمپاین مرکزي دفتر وايي، له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ جوړجاړی د «ناوړه پایلو» لامل شو.

دغه مرکزي دفتر وویل چې دغه جوجاړي د بایډن ادارې ته له افغانستانه د یوه کړکېچن، خطرناک او ملا ماتونکي ایستلو لپاره ضرب الاجل کېښود.

د کمالا هریس دفتر وايي چې دغه «ناشونی» ضرب الاجل د دې لامل شو چې د بایډن - هریس اداره د منظم وتلو لپاره بې پلانه شي.

د کمپاین مرکزي دفتر ویلي، له افغانستان سره د ټرمپ چلند د هغه د بهرنۍ تګلارې یوه بېلګه ده چې امریکايي پوځیان یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د کمالا هریس د کمپاین د ملي امنیت ویاندې مورګن فنکلسټین، سي بي ایس نیوز ته وویل، «ټرمپ په بې شرمۍ سره د ولسمشر په مرستیال برید کوي ځکه چې هغه هیله لري چې هیواد غولوي چې د هغه خپلې کړنې سرتیرو ته زیان رسوي.»

د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۶۹ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

مورګن فنکلسټین وویل،«ډونالډ ټرمپ غوښتل چې د سپټمبر د ۱۱څخه څو ورځې مخکې طالبان کمپ ډیویډ ته راولي.»

په وروستیو اوونیو کې، د ټرمپ کمپاین او په کانګرس کې د هغه ملګرو د افغانستان سقوط له یادلو کار اخیستی ترڅو په هریس باندې نیوکې وکړي او د وتلو په وروستیو ورځو کې د ځانمرګي برید خبره کته پورته کوي.

ورته مهال، د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې دیموکراتانو دا څېړنې په دوامداره توګه رد کړې، او ټینګار کوي چې دا څېړنې نه شي کولای چې څنګه د ټرمپ د خبرو اترو او طالبانو سره د وتلو تړون چې د هغه د ولسمشرۍ پرمهال د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې لاسلیک شو، چې د بایډن په مشرۍ د افغانستان د سقوط لپاره یې شرایط برابر کړل.

وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې کمالا هریس له ډونالډ ټرمپ لږ مخکې ده.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵ ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو