د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په غور ولایت کې د دغې ډلې محکمې اوه تنه له کوره د تېښتې او له واده بهر د جنسي اړیکو په "جرم" په دورو وهلي دي.
دغې محکمې ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې پنځو ته یې د ۳۹ دورو او دوه نورو ته یې د ۲۹ دورو سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ - د وږي په ۱۷ مه - په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې څلور کسان یې په درې او څلور کاله بند محکوم کړي دي.
دغې محکمې همداراز وویل، چې یو بل کس په یو کال بند او د یوې ښځې په ګډون دوه نور کسان په څلور میاشتې بند محکوم شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ - د وږي په ۱۷ مه - له غرمې مخکې په بامیان او میدان وردګو ولایتونو کې څلورو کسانو ته د اعدام سزا اعلان کړه.
دغې محکمې ویلي، چې دوه تنه په بامیان کې له کوره د تیښتې او دوه نور په وردګو کې د همجنسبه سره د جنسي اړیکو په تور محکوم شوي دي.
جسمي سزاګانې لکه د دورو وهل او اعدام په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو راهیسې پیل شويدي. دې ډلې په افغانستان کې د خپل تسلط په لومړۍ دوره کې هم ورته محاکمې ترسره کړې وې.
د طالبانو ستره محکمه نږدې هره ورځ یو شمیر کسانو ته سزا ورکوي.
په همدې حال کې دبشري حقونو نړيوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو په محکمو کې د تورنو کسانو د محاکمې په بهير او هغوى ته د سزا ورکولو پر څرنګوالي نيوکې کړي دي.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي، د طالبانو محکمې په محاکمه کې د شفافیت اصولو ته درناوی نه کوي او د عادلانه محاکمې اصول یې له پامه غورځوي.
د عادلانه محاکمې د اصولو له مخې، تورن حق لري چې وکیل ولري، له ځانه دفاع وشي کړای، د ځان په وړاندې تورونه واوري او محاکمه یې په شفافه توګه ترسره شي.