طالبانو یو ځل بیا د خپلو ځانمرګو له کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د شهیدانو او معلولانو چارو وزیر په بغلان او سمنګان ولایتونو کې د خپلو ځانمرګو له کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي.

طالبان نړۍوالې بشري مرستې تل په خپلو خپلوانو ویشي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن پنجشنبه د (زمري اتمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د شهیدانو او معلولانو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند بغلان او سمنګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال په دغو ولایتونو کې د هغو ځانمرګو له کورنیو سره نغدي مرستې کړې چې هغوی په تیرو کلونو کې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې ځانمرګې بریدونه کړي وو.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې هغه نړۍوالې بشري مرستې تل په خپلو خپلوانو او د ځانمرګو په کورنیو وېشلې چې د افغانستان له بېوزله ولسونه سره د مرستې لپاره دغه هیواد ته استول شوې.

د روان کال په سر کې د طالبانو مشر ملا هبت الله د ځانمرګو د قطعې هر غړي ته لس لس زره افغانۍ د اختر د ډالۍ په توګه ورکړې وې.

ملا هبت الله د طالبانو د مالیې وزارت ته امر کړی و چې د (فدایانو قطعې) ۳۵۰۰ کسیزه ډلې هر غړي ته د اختر ډالۍ په نوم لس زره افغانۍ ورکړي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د دولتي ادارو ډیری کارکوونکي له دندو لرې شوي او د پاتې هغو میاشتني معاشونه راکم کړل شوي دي.

دوه میاشتې وړاندې طالبانو په ښوونځیو او نورو ادارو کې د ښځينه کارکوونکو میاشتني معاشونه ان تر پنځو زرو افغانیو راکم کړل. چې ډیریو هغو له دې امله خپلې دندې پرېښودې.

نور خبرونه

رادیو