د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د دوی د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د کابل په شیرپور کې ۱۵۵.۰۱۹ جریبه ځمکه «دولتي تثبیت» کړې ده.
وزارت وايي، چې د دغو ځمکو غاصبان د خپل ملکیت د ثابتولو لپاره قانوني اسناد نه لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ ۸ مه)په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ځمکې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند شیرپور سیمه کې دي.
وزارت زياته کړې، چې دغه ځمکې له ختيز څخه د وزير اکبرخان له ١٦مې، شپږمې او ١٥مې کوڅې، له لوېديز څخه د شهرنو قصابي له کوڅې او له سوېل څخه د شېرعلي خان له کوڅې سره نښلیږي.
د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په دې سیمه کې په غصب شویو ځمکو کې په «خپلسري ډول» د استوګنې کورونه او تاسیسات جوړ شوي دي.
طالبانو دا نه دي ويلي، چې دغه ځمکې د چا له خوا غصب شوې دي.
طالبانو د دې سیمې اوسېدونکو ته امر کړی، چې ژر تر ژره دغه کورونه پرېږدي.
د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په ټول افغانستان کې له غاصبانو د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر په چټکۍ دوام لري.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د افغانستان په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او د ځمکو د پېژندنې او تثبیت پلاوي ګومارلي دي.
طالبانو په تېرو دریو کلونو کې په ټول افغانستان کې سلګونه جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې دي.
دې ډلې تر دې وړاندې په کابل، بلخ او ځینو نورو ښارونو کې یو شمېر ښارګوټي هم دولتي تثبیت کړي او ضبط کړي یې دي.