طالبانو د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې یادو کسانو ته له کوره د تېښتې او د ښځې د تښتولو په تور په عام محضر کې سزا ورکړل شوې.
د دغې ډلې د محکمې له خوا نن په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تورنه مېرمن پر يوه کال او شپږ مياشتو تنفيذي بند او ۳۵ دورو او دوه تنه نور هر یو په دوه او درېیو کلونو بند محکوم شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې دغه حکم د سترې محکمې د مشرتابه له تایید وروسته پر تورنو کسانو پلی شوی دی.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه درې کاله تېریږي، خو یادې ډلې له تېرو دوو کلونو راهیسې لسګونه کسان په عام محضر کې په سزا رسولي دي.
د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ شوې دي، خو طالبان وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حکمونه پلي کوي.