نن سهار پنجشنبه شاوخوا لس نیمې بجې د بدخشان ولایت مرکز او یو شمېر سیمې یوې زلزلې ولړزولې.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې شدت ۵.۴ درجې وو او مرکز یې د اشکاشم ولسوالۍ ښودل شوی.
تر اوسه پورې د دغې زلزلې د زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د زلزلې ټکانونه په کابل، ننګرهار او د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم احساس شوي دي.
د بېلابیلو سیمو اوسیدونکي وايي، د زلزلې ټکانونو وېرولي دي.
ورته مهال د پاکستان په راولپېنډۍ، اسلام اباد، پېښور، سوات، شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغې د زلزلې شدت هم ۵.۴ درجې ښودل شوی.