د افغان ژورنالیستانو فدراسیون وايي، چې نامعلومو وسله والو د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغان خبریال نصیر احمد بهروز وهلی دی.
دغه فدراسیون له پاکستانه وغوښتل، چې د دغې پېښې عاملین پېدا او ونیسي.
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷ مه) پر دغه خبریال د برید په اړه خواشیني څرګنده کړې.
د دغه فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې (د وږي ۴ مه) نېټه ماښام مهال د اسلام اباد په بهار کیهو سیمه کې دوو وسله والو موټر سایکل سپرو پر دغه خبریال برید کړی دی.
نصير احمد بهروز دغه فدراسيون ته وويل، چې په کوڅه کې روان و، چې وسله والو پرې بريد وکړ.
ده وويل، چې وسله والو غوښتل نوموړی وتښتوي.
دغه خبريال ټينګار وکړ، چې د په سېمه کې د خلکو له مداخلې وروسته وسله وال له دغه ځاى څخه وتښتيدل.
د هغه په خبره، چې پوليس له دغه بريد څخه خبر وو.
د اسلام اباد پوليسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه فدراسیون وايي، دا دویم ځل دی، چې په اسلام اباد ښار کې پر افغان خبریالانو د وسله والو له خوا برید کېږي.
په وروستیو میاشتو کې په اسلام اباد کې یو افغان خبریال احمد هنایش د وژونکي برید په ترڅ کې په نښه او ټپي شو.