د بلوچستان له پېښې وروسته چین له پاکستان سره په امنیتي برخه کې همکاري پراخوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د چين بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې وسله وال بريدونه غندلي او د دغه هېواد سره یې په امنيتي برخه کې د همکارۍ د پراخوالۍ خبر ورکړ.

د چين بهرنيو چارو وزارت ویاند لین جیان په یوه خبري کنفرانس کې ويلي: « چين د ترهګرۍ پر وړاندې عملياتو کې د پاکستان ملاتړ کوي.»

د چين د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لين جیان ویلي، چې دغه هېواد چمتو دی، څو له پاکستان سره د وسله والو پر وړاندې امنيتي همکاري زياته او په ګډه په سیمه کې د سولې او امنيت ساتنه وکړي.

جيان په پاکستان کې په وسله الو بریدونو کې د وژل شويو کسانو په اړه خواشني هم ښودلې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په يوه خبري کنفرانس کې د پاکستان وروستيو بريدونو ته په اشارې ويلي: « موږ به د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو په پرمختګ، د ټولنیز یووالي، ثبات ساتلو او د خلکو په ساتنه کې د پاکستان کلک ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې؛ د پاکستان بلوچستان ایالت په يو شمېر سیمو کې د وسله والو بريدونو پرمهال تر ۳۷ زيات کسان وژل شوی.

پاکستاني رسنیو د وسله والو پر وړاندې عملياتو کې د ۲۱ وسله والو او ۱۴ پولیسو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

د پاکستان امنیتي چارواکو پرون وویل، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي؛ خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

نور خبرونه

رادیو