د پاکستاني تحریک طالبان (ټيټيپي) وایي، تېره شپه ناوخته یې د سویلي پنجاب د لکي مروت په سرحدي کلي کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې له امله یې په رامنځته شوې نښته کې د پوځ څلور تنه سرتېري وژل شوي او ګڼ نور یې ټپیان دي.
دا رنګه ټيټيپي ویلي، چې په دغې نښته کې د دوی یو تن ملګری هم وژل شوی دی.
خو تر اوسه د پاکستان د پوځ له اړخه په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.
لکي مروت د خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو تر منځ پرته سرحدي سیمه ده، چې په دې وروستیو کې له دغې سیمې څخه د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې خبرونه تر لاسه کېږي.
تېره ورځ هم په لکي مروت کې د جاوید اقبال په نامه د پولیسو یو افسر ویشتل شوی و، چې د هغې پړه هم ټيټيپي منلې ده.
همدغه پرون د پنجاب په رحیم یار خان سیمه کې د پولیسو پر دوو موټرو د توغندیز برید په پایله کې ۱۲ تنه افسران وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپیان شوي وو.