د بلوچستان په پښین ولسوالۍ کې یوې چاودنې دوه ماشومان وژلي او ۱۴ تنه نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د بلوچستان په پښين ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۱۴ کسه نور ټپيان دي.
ځایي پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په ټپیانو کې څلور پولیس هم شامل دي.

د پوليسو په وينا، دغه چاودنه په پښين کې د پوليسو یوه مرکز ته څېرمه په بازار کې شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا، د دغې چاودنې غږ په لرو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
پولیس چارواکو زیاته کړې، چې د چاودنې له خبر سره سملاسي د ژغورنې ډلې سيمې ته رسېدلې او ټپيان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
د پولیسو په وینا، سیمه کلابنده شوې او د چاودنې په تړاو د دوی څېړنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو