د بلوچستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دغې صوبې ته له ورتګه منعه کړی دی.
د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې ټولو ولسوالیو ته د منظور پښتین په ورتګ بندیز لګېدلی دی.
د بلوچستان حکومت زیاته کړې ده، چې منظور پښتین یې د ۹۰ ورځو لپاره صوبې ته له ورتګه منعه کړی دی.
خو د بلوچستان حکومت د دغه بندیز لامل نه دی په ډاګه کړی.
تر دې وړاندې منظور پښتین (د جولای په ۱۲مه) د ګېلهمن وزیر په جنازه کې ګډونوالو ته د وینا پرمهال ویلي و، چې دوی به (د اکټوبر په ۱۱مه) د پښتنو ولسونو سره په ګډه داسې پرېکړه کوي، چې ورسره به د احمدشاه بابا تاریخ یو ځلې بیا راژوندی کړي.
د دغې لویې جرګې لپاره منطور پښتین سیمه په سیمه ګرځي او له مشرانو سره خبرې اترې او مشورې کوي، چې ډېری د دغې بندیز لامل هم همدغه (د اکټوبر د ۱۱مې) جرګې لپاره د منظور پښتین کتنې ګڼي؛ خو منطور پښتین لاتراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.