د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان د پاکستان او افغانستان تر منځ په خبرو اترو ټینګار وکړ.
هغه ویلي، چې يوازې ماناداره خبرې اترې د دوی د ترينګلو اړيکو په ښه کولو کې مرسته کولی شي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان سرپرست حکومت باید ثابته کړي چې خاوره یې د پاکستان پر ضد د اورپکو د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.
ښاغلي رحمان د پېښور په اسلامي مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل:« دواړه لوري باید تل د خبرو دروازې د یو بل پر وړاندې پرانېستې وساتي.»
د جماعت اسلامي ګوند مشر وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د څه د پاسه ۴۵ كالو اړیکې د یو څو حاکمانو له امله خړې پړې شوې دي.
هغه وايي، افغانستان باید اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد د وسلهوالو بریدونو لپاره وکارول شي.
د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ ناکراره وضعیت يوه حساسه موضوع ده او یوازې خبرې اترې يې د حل لارې په موندلو کې مرسته کولاى شي.