د بنګله دېش د کرېکټ پر ملي لوبغاړي شکیب الحسن د قتل مقدمه درج شوې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبغاړي او الراونډر شکیب الحسن پر خلاف په ډاکه کې د قتل قضیه درج شوې ده.
د بنګله دېشي رسنیو په وینا، شکیب الحسن په ډاکه کې د جامو د یوې کارخونې د کارکوونکي په وژنه تورن دی.

د وژل شوي کس پلار د پلازمېنې ډاکې په یوې تاڼه کې د شکیب الحسن په خلاف قضیه ثبت کړې ده.
په راپور کې ویل شوي، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې او د کرېکټ لوبغاړي شکیب الحسن په ګډون په دغې قضیه کې ۱۵۶ کسان تورن دي.

شکیب الحسن شیخ حسینې ته نږدې کس و.
شکيب الحسن دا مهال د پاکستان خلاف په راولپنډۍ کې په ټېسټ لوبو کې د خپلې ملي لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري.
د راپور له مخې، (د اګست په ۵مه) وژل شوي ځوان روبېل په یوه لاریون کې ګډون کړی و چې په لړ کې یې د پلان شوې دسیسې له مخې پر لاریونوالو ډزې وشوې او روبېل هم سخت ټپي شو.
هغه روغتون ته وړل شوی و؛ خو د اګست په اوومه نېټه یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
شکېب الحسن د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې له نوموتو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي، چې په ۶۷ ټېسټ لوبو کې یې ۴۵۰۵ منډې جوړې کړې دي.
هغه سوکه توپ اچوونکی دی او د بنګله دېش په تاریخ کې یې په ټېسټ لوبو کې د ۲۳۷ څخه د ډېرو وېکټو د اخیستو ریکارډ لري.

نور خبرونه

رادیو