په پنجاب کې د پوليسو پر دوو موټرو توغندیز بريد کې ١٢ افسران وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د پنجاب په رحیم یار خان سیمه کې د پولیسو پر دوو موټرو د توغندیز برید په پایله کې ۱۲ تنه افسران وژل شوي، شپږ ټپیان او پنځه نور یې لادرکه دي.
د پنجاب پولیس وايي، دغه پېښه د رحیم یار خان په ماچکه سیمه کې شوې او په خبره یې چې د غلو یوې ډلې د پولیسو پر دوو موټرو برید کړی دی.

د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
له بريد وروسته د رحيم يار خان پوليس سيمې ته د څېړنو ګروېږنو لپاره رسېدلي دي.
د پنجاب د پوليسو وياند وایي، د پوليسو دوه موټره چې له خپلې اونيزې دندې څخه د راستنېدو په حال كې وو، پرې توغندیز بريد وشو.
د پاکستان د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په رحيم يار خان سيمه كې پر پوليسو شوی بريد غندلی دی.
د پنجاب اعلی وزیرې مريم نواز د لادرکه شویو افسرانو د موندلو لپاره د عملياتو لارښوونه کړې ده.
له بل پلوه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير شهباز شريف د پوليسو پر کاروان د دغه بريد غندنه کړې او د وژل شويو پوليسو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نور خبرونه

رادیو