د پاکستان په سند صوبه کې د پوليو یوه تازه پېښه ثبت شوه، چې له دې سره په دغه هېواد کې په روان کال کې د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېره ۱۶ ته لوړه شوه.
په اسلام اباد کې د روغتیا ملي انسټیټیوټ د پولیو مرکز یو چارواکی وایي، چې دغه پېښه په حیدراباد ولسوالۍ کې په یوې ۲۹ میاشتنۍ ماشومې کې لیدل شوې ده.
د هغه په وینا، دا په روان کال کې په حیدراباد کې د پولیو لومړۍ پېښه، په سند کې درېیمه او په پاکستان کې ۱۶مه پېښه وه.
د روان کال له پیله تر دې دمه له بلوچستان څخه د پولیو ۱۲ پېښې، له سنده درې پېښې او یوه له پنجاب څخه راپور شوې ده.
د روان کال له پیله تر اوسه په ۶۲ ولسوالیو کې د پولیو پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال پرتله په ۲۸ ولسوالیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
له بل پلوه پاکستاني چارواکي وایي، چې راتلونکې میاشت کې به د پاکستان او افغانستان غاړو ته په یو وخت د واکسین کمپاین پیل شي.
دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې روان کال د بلوچستان په هغو سیمو کې د پولیو ۱۲ تازه پېښې ثبت شوې چې افغانستان ته نږدې پرتې دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د پولیو ناروغۍ نښې نښانې په کې لیدل کېږي.