د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ملاتړی او قومي مشر ډاکتر نور محمد پرون ماښام د پښتونخوا په بنو کې له خپل کلېنیک کور ته د تلو پر مهال ووژل شو.
ډاکټر نور محمد د جاني خېلو اوسېدونکی و او د امن په جلسو او پرلتونو کې یې رول درلود.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د هغه په وژل کېدو خواشیني ښودلې.
په سیمه کې سرچینه وايي، چې په دې وروستیو کې په جاني خېلو کې د قومي مشرانو او د امن غوښتونکو د پرلتوالو هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
که څه هم تراوسه د د ډاکټر نور محمد د وژنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو ویل کیږي چې نوموړی د پاکستان د حکومت د تګلارو سخت منتقد و.
څه موده مخکې په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر له وژل کېدو وروسته یاد غورځنګ پرېکړه وکړه، چې د اکټوبر په ۱۱مه به د پښتنو قامي عدالت جرګه را وغواړي، چې د پښتنو د هرې ولسوالۍ او هر کلي مشران په کې ګډون ولري او دغه مشران به په قامي عدالت کې د پښتنو د راتلونکي لپاره پرېکړې وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي و، چې په دې جرګه کې به د قومي عدالت لپاره په پښتني سیمو کې د وژل شویو، ټپي شویو، ورکو شویو کسانو او ویجاړو شویو کورونو، هټیو، کلیو، سړکونو په اړه به شمېرې او معلومات دغې جرګې ته وړاندې کړي.
له دې سره د پښتون ژغورنې غورځنګ په وړاندې هڅې هم ډېرې شوې دي.
څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر هم د پاکستان د پولیسو له خوا ونیول شو او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری غړي په دې باور دي، چې د دوی د ملګرو پروړاندې ورته پېښې د اکټوبر د ۱۱مې جرګې د مخنیوي لپاره هڅې دي.