د طالبانو سترې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د خوست ولایت د ښاري لومړنۍ محکمې د عامه دیوان د پرېکړې پر اساس «اسلامي مقدساتو» ته د سپکاوي په تور یې یو کس د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهلی دی.
طالبانو د یاد کس د هویت په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کس ته د خلکو په وړاندې د سزا ورکولو پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له لوري تر تایید وروسته عملي شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کس ته د سزا ورکولو پر مهال د طالبانو قاضیانو، طالب پوځیانو او ګڼو ولسي خلکو ګډون کړی و.
بدني سزاوې، سنګسار او اعدامول په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته بیا پیل شوي دي.
نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو په وار، وار د طالبانو لهخوا د تورنو کسانو د بدني سزاګانو د بندېدو غوښتنه کړې؛ خو دغې ډلې د خپلې نظريې سره سم د «اسلامي شریعت» پلې کولو ته دوام ورکړی دی.