پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د پنجشنبې په ورځ د امریکايي وسلو تصویرونه خپاره کړي، چې په افغانستان کې له امریکا څخه پاتې شوې دي.
راپور کې زیاته شوې، چې د پاکستان د حکومت مخالفین هغه وسلې کاروي، کومې چې له افغانستان څخه پاکستان ته راوړل شوې دي.
جیو نیوز د امنيتي سرچينو د معلوماتو په حواله لیکي، چې په مستونګ عملیاتو کې له مخالفو وسله والو څخه بهرنې وسلې ترلاسه شوي.
په دغو تر لاسه شویو وسلو کې ار پي جي، ایم ایم ای کی ۸ او چاودیدونکې توکي شامل وو.
په راپور کې ویل شوي، چې د عملیاتو په بهیر کې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ژوب په سمبازه سيمه کې د عملياتو پر مهال د وژل شویو وسله والو څخه هم په زياته کچه بهرنۍ وسلې ترلاسه شوې دي، په وسلو کې د پي جي ايم ټوپکونه، لاسي بمونه، ار پي جي، اې کې ایم رایفلونه او راکټونه شامل دي.
جیو نیوز لیکلي، چې په خیبرپښتونخوا کې هم د عملیاتو پر مهال له ترهګرو څخه ایم فور/ اې ون، اې کې ۴۷، باروت او چاودیدونکي توکي تر لاسه شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په پښین سیمه کې هم د عملیاتو پر مهال له لسو وژل شویو وسله والو څخه بهرنۍ وسلې ترلاسه شوي.
جیو نیوز وایي، چې د شمالي وزیرستان او ګوادر بندر د عملیاتو پر مهال هم له وسله والو بهرنۍ وسلې تر لاسه شوي دي.
پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې له افغانستانه ترهګر د پولې له لارې د نفوذ هڅه کوي.
پاکستاني چارواکو په کراتو افغان طالبان په دې تورن کړي، چې پاکستاني طالبانو ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی او ملاټړ یې کوي.
بل خوا؛ طالبانو تل ویلي، اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره دې د ترهګرې لپاره وکارول شي.